ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان د ریلوې د چارو وزیر سناتور اعظم خان هوتي نن په اسلام اباد کې ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې د اسلام اباد ، تهران او استانبول ترمینځ د ایکو کنټينري ریل بیرته فعالیدا د خپل حکومت لپاره ستره بریا وبلله او وې وئيل ، د ایکو ریل پلان په سیوري کې له ایران سره د دوو اړخیزو ریل لارې او ملګرتیاؤ پراختیا د پاکستان په ایجنډا کې مهم ځاي لري .
د ایکو باري ریل ګاډی پرون له اسلام اباده په یولړ دستورو کې د تهران ،استبانبول په لور بیرته وخوځيد او دغه باری اور ګاډی یو ځل بیا وښودله جې د ایکو بنسټګر هیوادونه له هرپلوه سره په یوه زړه دي او له دغې لارې بیا سره یو ځاي کیږي او خپل تجارتي راشه دیرشه او مبادلات به لازیات کړي .
وئيل کیږي ، د ایکو کنټينري ریل چې له لسو کلونو مخکې ئې افتتاح شوي وه ، د ځينو دلیلونو له امله ئې تګ راتګ دریدلی ؤ چې پرون یو ځل بیا دغه باری ریل ګاډي وخوځيد په دغو دستورو کې د ایران ،پاکستان ، او ترکیې لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود . دپاکستان رسندویو پخپلو راپورونو کې د پاکستان ،ایران او ترکیې ترمینځ د ایکو کنټینري ریل ګاډي بیرته پيلیدا یو نیک ځیری بللی او وئیلي ئې دي ، دا نه یوازې د دغو درو هیوادونو لپاره بلکې د سیمې لپاره هم ښې پایلې ولري .